Skip to content

Skip to table of contents

۲ برخه

واقعي خدای څوک دی؟‏

واقعي خدای څوک دی؟‏

یوازې یو رښتنی خدای شته او د هغه نوم یَهّوه دی (‏زبور ۸۳:‏۱۸‏)‏.‏ خدای روح دی،‏ ځکه په سترګو نه لیدل کېږي او هېڅوک نه توانېږي چې هغه وویني.‏ خدای زمونږ سره مینه لري او غواړي چې دی په مونږ باندې هم ګران وي.‏ د خدای خوښه دا ده،‏ چې مونږ د نورو خلکو سره د خپل ځان په شان مینه کوو (‏متی ۲۲:‏۳۵-‏۴۰‏)‏.‏ خدای تعالی د هر څه جوړونکی دی او د ټولو مخلوقاتو خالق دی.‏

په شروع کې خدای یوه پرښته جوړه کړه.‏ دغه لومړۍ پرښته ډېر قوي ملک وُ،‏ چې وروسته عیسیٰ نومېدهُ.‏ خدای تعالی نور بې شمېره ملکان جوړ کړل.‏

خدای یَهّوه هر څه په آسمان کې جوړ کړل .‏.‏.‏ او هر څه په ځمکې باندې هم.‏ مُکاشفه ۴:‏۱۱

سپوږمۍ،‏ ستوري،‏ ځمکه او هر څه چې په دې کې شته،‏ هغه یې پیدا کړل (‏پېدایښت ۱:‏۱‏)‏.‏

خدای یَهّوه لومړی انسان،‏ آدم،‏ د خاورې څخه جوړ کړ (‏پېدایښت ۲:‏۷‏)‏.‏