۴ برخه
دوی شیطان ته غوږ ونیول - بیا څه وشول؟
آدم او حوا د خدای خبرې ونه منلې، په دې خاطر مړه شول. پېدایښت ۳:۶، ۲۳
حوا مار ته غوږ ونیوُ او د ونې نه مېوه وخوړله. وروسته آدم ته یې ورکړه او ده هم وخوړله.
دوی خطا شول او ګناه وکړه، نو خدای دوی د باغ نه وشړل.
د آدم او حوا او د هغوی ماشومانو ژوند ستونزمن شوُ. دوی زاړه شول، مړه شول او د مرګ نه وروسته په بل کوم ځای کې بیا ژوندي نه شول.
پېدایښت ۳:۱۹
مړي د خاورې سره خاوره کېږي او هیڅ شی نه پوهېږي.مونږ د آدم د اولادو اولادونه یو، له دې امله مونږ هم مړه کېږو. مړي هیڅ شی نه توانېږي. دوی نه څه لیدلی شي او نه اورېدلی شي (معلِم ۹:۵، ۱۰).
خدای یَهّوه هېڅکله نه غوښتل چې خلک مړه کېږي. هغه وخت نژدې دی، چې خدای به مړي بیا ژوندي کړي. هغه خلک، چې خدای ته غوږ نیسي، به د تل لپاره ژوند کوي.