Skip to content

Skip to table of contents

۶ برخه

د لوی طوفان څخه څه شی زده کوو؟‏

د لوی طوفان څخه څه شی زده کوو؟‏

خدای ټول بدکاران له منځه یوړل،‏ اما د نوح کورنۍ وساتله.‏ پېدایښت ۷:‏۱۱،‏ ۱۲،‏ ۲۳

۴۰ ورځې او ۴۰ شپې باران ورېدهُ.‏ اوبه دومره زیاتې شوې،‏ چې ټول جګ غرونه او ټوله ځمکه بېخي پټ شول.‏ ټول بد خلک مړه شول.‏

بد ملکان خپل انساني وجُود پرېښود او ولاړل.‏

ټول چې په کشتۍ کې دننه وي،‏ ژوندي پاتې شول.‏ وخت تېر شوُ،‏ نوح او د ده کورنۍ مړه شول.‏ اما خدای به دوی بیا ژوندي کړي چې د تل دپاره ژوند وکړي.‏

یَهّوه خدای به بد خلک بیا له منځه وړي او ښه خلک به وساتي.‏ متی ۲۴:‏۳۷-‏۳۹

شیطان او بدې پرښتې نن هم خلک خطا کوي چې خدای ته غوږ ونه نیسي.‏

لکه د نوح په وخت کې،‏ اوس هم دغه شان خلک شته،‏ چې خدای ته غوږ نه نیسي.‏ هغه وخت نژدې دی،‏ چې خدای به ټول بد خلک له منځه وړي (‏دوېم پطروس ۲:‏۵،‏ ۶‏)‏.‏

داسې خلک شته،‏ چې د نوح په شان دي.‏ دوی خدای ته غوږ نیسي او د ده د خوښې سره سم ژوند کوي.‏ دغه خلک د یَهّوه شاهدان دي‏.‏