Skip to content

Skip to table of contents

۸ برخه

د عیسیٰ مسیح قرباني څه ګټه لري؟‏

د عیسیٰ مسیح قرباني څه ګټه لري؟‏

عیسیٰ خپل ژوند د لاسه ورکړ،‏ چې مونږ د تل دپاره ژوند کولای شو.‏ یوحنا ۳:‏۱۶

د عیسیٰ د مرګ نه وروسته درې ورځې تېرې شوې.‏ څو ښځې د ده قبر ته ولاړې خو قبر تش وُ.‏ یَهّوه خدای عیسیٰ مسیح بېرته ژوندی کړی وُ.‏

وروسته عیسیٰ مسیح خپلو ملګرو ته څو ځله ښکاره شوُ.‏

خدای یَهّوه په روحي ډول عیسیٰ بېرته ژوندی کړ،‏ ده ته لوی قدرت ورکړ او دی نور هېڅکله مړ کېدای نه شي.‏

خدای عیسیٰ بیا ژوندی کړ چې د آسمان څخه پادشاهي وکړي.‏ لوقا ۱:‏۳۳

عیسیٰ خپل ژوند قرباني کړ چې مونږ د ګناه او مرګ څخه آزاد کړي.‏ داسې د تل ژوندون امکان پیدا شوُ (‏متی ۲۰:‏۲۸‏)‏.‏

خدای عیسیٰ مسیح خوښ کړ چې د آسمان څخه په ټولې ځمکې باندې پادشاهي وکړي.‏ خدای ۱۴۴۰۰۰ وفادار کسان هم د ځمکې څخه خوښ کړل چې د مرګ نه وروسته په آسمان کې د عیسیٰ مسیح سره یوځای حکومت وکړي.‏ دغه آسماني پادشاهي «د خدای پادشاهي» بلل کېږي (‏مُکاشفه ۱۴:‏۱-‏۳‏)‏.‏

د خدای پادشاهي به په ټولې ځمکې باندې ښایسته جنت جوړ کړي.‏ هلته به نه لوږه،‏ نه غریبی،‏ نه ظلم او نه جنګ وي.‏ خلک به ډېر نېکمرغه وي (‏زبور ۱۴۵:‏۱۶‏)‏.‏