۱۰ برخه
څوک چې خدای ته غوږ نیسي څه راتلونکی لري؟
ډېر خلک په ځمکې باندې به بېرته ژوندي شي. اعمال ۲۴:۱۵
څوک چې خدای ته غوږ نیسي لوی برکت ګټي. که چېرې د خدای یَهّوه لارښوونې ته غوږ نیسې، ښایسته راتلونکی به ولرې. ته به روغ او جوړ یې، هېڅکله به ناروغ نه شې. هلته به بد خلک نور نه وي. ته به په هر چا باندې باور لرې.
هلته به نه درد وي، نه اوښکې او نه وېره، هېڅوک به زوړ نه شي، مرګ به نور نه وي.
کولی شې چې ستا د کورنۍ او ستا د ملګرو سره په جنت کې تل ژوند وکړې. دا ژوند به ډېر ښایسته وي.
خلک به ډېر خوشحاله وي، وېره به نه وي او د ژوند څخه به خوند اخلي.