د خدای د کلام پر بنسټ ویډیوګانې: مهم تعلیم
دا لنډې ویډیوګانې د خدای د کلام په باره کې مهمو پوښتنو ته ځواب ورکوي. مثلاً: خدای ولې ځمکه جوړه کړې ده؟ د مرګ نه وروسته څه پېښېږي؟ خدای ولې تکلیفونه پرېږدي؟
کائنات څنګه رامینځته شوُ؟
ډېر خلک شک کوي چې د خدای د کلام لیکنې د کائنات د مینځ راتللو په باره کې رښتیا دي. ځینې حتی وایي چې تشې کیسې دي. کېدای شي چې د خدای کلام د دې په باره کې رښتیا څرګندوي؟
ایا خدای یو خاص نوم لري؟
مونږ خدای ته خالِق، خدای پاک یا مالِک خدای وایو. خو د خدای خاص نوم د ۷۰۰۰ ځلو نه ډېر د خدای په کلام کې راغلی دی.
ایا د خدای سره ملګرتیا ممکنه ده؟
خلک هر وخت غوښتل چې خدای وپېژني. د خدای کلام زمونږ سره مرسته کولای چې د خدای سره ملګری وشو.کله چې د خدای نوم زده کړو، په هغه وخت کې د ده سره ملګرتیا شروع کېږي.
د خدای په کلام کې د چا فکرونه لیکل شوي دي؟
که چېرې د خدای د کلام لیکوالان انسانان دي، ایا په رښتیا «د خدای کلام» ورته ویلای شو؟ د خدای په کلام کې د چا فکرونه لیکل شوي دي؟
له کومه پوهېږو چې د خدای کلام د باور وړ دی؟
که چېرې د خدای په کلام کې د خدای فکرونه لیکل شوي دي، نو باید یو ځانګړی کتاب وای چې د دې غوندې هېڅ کوم کتاب نه وای.
خدای ولې ځمکه جوړه کړې ده؟
زمونږ نړۍ د ښایست سره ډکه ده. ځمکه د لمر څخه دقیق واټن لري، کږوالی یې دقیق دی او هم په دقیق ژرتک څرخېږي. خدای ولې دومره کشش وکړ، چې ځمکه جوړه کړي؟
د مرګ نه وروسته څه پېښېږي؟
د خدای کلام داسې وخت ژمنه کوي، چې خلک به له مړو نه راپورته شي، لکه څنګه چې لعزر راپورته شوُ.
ولې عیسیٰ مسیح خپل ژوند قرباني کړ؟
شاید مو اورېدلي دي چې دی زمونږ د ګناهونو دپاره مړ شوُ. خو څنګه د یو کس قرباني دومره ډېرو خلکو ته ګټه رسولای شي؟
د خدای پادشاهي څرنګه ده؟
کله چې عیسیٰ مسیح پر ځمکه باندې وُ، ده تر ټولو ډېر د خدای د پادشاهۍ په باره کې تعلیم ورکوهُ. تر اوسه پورې د ده پلویان دُعا کوي، چې دا پادشاهي راشي.
له ۱۹۱۴ میلادي نه وروسته ټوله نړۍ اړولي شوي ده
د نړۍ شرایط او د خلکو سلوک د ۱۹۱۴م میلادي څخه تر اوسه پورې ښیي چې د خدای د کلام پیغمبرۍ د اخرو ورځو په باره کې تر سره کېږي.
خدای ولې تکلیفونه پرېږدي؟
د خدای په کلام کې منطقي ځواب شته، چې ډاډ راکوي.
ایا خدای هر ډول عبادت مني؟
ډېر خلک فکر کوي چې پروا نه لري، چې څنګه د خدای عبادت کوو.
ایا خدای ټولې دُعاګانې اوري؟
که چېرې یو څوک ضرف د خپل ځان لپاره دُعا وايي؟ که چېرې یو مېړه د خپلې ښځې سره بدي کوي او وروسته د خدای برکت غواړي؟