Skip to content

د کورنۍ خوشبختي څنګه تر لاسه کېږي؟‏

د کورنۍ خوشبختي څنګه تر لاسه کېږي؟‏

ستاسو په فکر .‏ .‏ .‏

  • مینه مهمه ده؟‏

  • پیسې مهمې دي؟‏

  • بل شی مهم دی؟‏

د خدای کلام څه وایي؟‏

‏«خوشبخته هغوی دي،‏ چې د خدای کلام اوري او پرې عمل کوي» (‏لوقا ۱۱:‏۲۸‏،‏ د نوې نړۍ ژباړه)‏.‏

دغه حقیقت ستاسو دپاره څه معنی لري؟‏

په کورنۍ کې رښتینې مینه (‏اِفِسیانو ۵:‏۲۸،‏ ۲۹‏)‏.‏

یو بل ته واقعي درناوی (‏اِفِسیانو ۵:‏۳۳‏)‏.‏

سوله او یووالی په ګډ ژوند کې (‏مرقوس ۱۰:‏۶-‏۹‏)‏.‏

ولې د خدای په کلام باندې باور شته؟‏

د لاندې دلایلو له خاطره:‏

  • خدای د کورنۍ جوړونکی دی.‏ یَهّوه خدای لومړنۍ کورنۍ پخپله جوړه کړه،‏ په دې خاطر ویلی شو،‏ چې دی د کورنۍ جوړونکی دی.‏ «هره یوه کورنۍ» د خدای له برکته «نوم مومي»،‏ ځکه چې د کورنۍ بنسټ د خدای له خوا رامنځ ته شوی دی (‏اِفِسیانو ۳:‏۱۴،‏ ۱۵‏)‏.‏

    فکر وکړئ:‏ که چېرې تاسی یوه خوندوره ډوډۍ وخورئ او غواړئ چې د هغې د تیارولو ډول زده کړئ،‏ له چا نه به پوښتنه وکړئ؟‏ البته له هغه چا نه،‏ چې دغه ډوډۍ یې پخه کړي ده.‏

    همدارنګه،‏ د خوشبختې کورنۍ د جوړولو دپاره د یَهّوه خدای نه باید لارښوونه او مرسته وغواړو،‏ ځکه چې دی د کورنۍ جوړونکی دی (‏پېدایښت ۲:‏۱۸-‏۲۴‏)‏.‏

  • خدای تاسو ته پاملرنه کوي.‏ دا ډېره ښه او په ځای خبره به وي،‏ که چېرې یوه کورنۍ د خدای یَهّوه لارښوونه لټوي،‏ ځکه چې دی کورنۍ ته پاملرنه کوي (‏اول پطروس ۵:‏۶،‏ ۷‏)‏.‏ خدای غواړي،‏ چې مونږ د ټولو نه ښه لاره په ژوند کې غوره کړو،‏ ځکه چې د ده لارښوونه هر وخت زمونږ په ګټه ده او بریالیتوب ته مو رسوي (‏یشعیاه ۲۶:‏۴؛‏ ۴۸:‏۱۷،‏ ۱۸‏)‏.‏

فکر وکړئ:‏

څنګه کولای شئ چې ښه مېړه،‏ ښه ښځه یا ښه مور او پلار شئ؟‏

د خدای په کلام کې دغې پوښتنې ته ځواب پیدا کولای شئ:‏ اِفِسیانو ۵:‏۱،‏ ۲ او کولوسیانو ۳:‏۱۸-‏۲۱‏.‏