خدای به څنګه د نړۍ شرایط ښه کړي؟
تاسی څه فکر کوئ؟
-
د خپل حکومت له لارې
-
د انسانانو په وسیله
-
په کومه بله لاره
د خدای کلام څه وایي؟
«او هغه به د تل دپاره د یعقوب په کورنۍ باندې پادشاهی وکړي او د ده پادشاهي به هېڅکله پای ته ونه رسېږي» (لوقا ۱:۳۳، د نوې نړۍ ژباړه).
«د نړۍ پادشاهي د خدای او د ده د مسیح تر لاسه شوه او هغه به د تل دپاره پرې حکومت کوي» (مُکاشفه ۱۱:۱۵، د نوې نړۍ ژباړه).
دغه حقیقت ستاسو دپاره څه معنی لري؟
د خدای پادشاهي مونږ ته دا لاندې ضمانت راکوي:
-
یو عادل حکومت چې خوشبختۍ ته رسوي (یشعیاه ۴۸:۱۷، ۱۸).
-
په جنت کې خوشحالي او کامله روغتیا (مُکاشفه ۲۱:۳، ۴).
ولې د خدای په کلام باندې باور شته؟
د لاندې دلایلو له خاطره:
-
د خدای کلام څرګندوي، چې د خدای پادشاهي به څه برکتونه رسوي. خدای غواړي چې مونږ د ده د پادشاهي د راتلو او په ځمکه باندې د ده د ارادې تر سره کېدو په باره کې دعا وکړو (متی ۶:۹، ۱۰). خدای د خپلو وفادارانو په وسیله وښودل، چې دغه دعا به څنګه قبوله شي.
خدای د خپلو وفادارانو په وسیله وږي خلک ماړه کړل، ناروغان یې روغ کړل او مړي یې بېرته راژوندي کړل (متی ۱۵:۲۹-۳۸؛ یوحنا ۱۱:۳۸-۴۴). د خدای کلام ښیي، چې د خدای تر پادشاهۍ لاندې ښایسته ژوند زمونږ په انتظار کې دی (مُکاشفه ۱۱:۱۵).
-
د نړۍ اوسني شرایط تائیدوي، چې د خدای پادشاهي ژر تر ژره راتلونکې ده. عیسیٰ مسیح پیشګویي کوله، چې د خدای پادشاهي به حتماً ځمکې ته سوله راوړي. خو لومړی به په ټوله نړۍ کې جنګونه، قحطۍ او زلزلې وي (متی ۲۴:۳، ۷).
په اوسنیو ورځو کې مونږ پخپلو سترګو دا ټولې بدبختۍ وینو. په دې خاطر پوره اطمینان لرو، چې د خدای پادشاهي به ډېر ژر ټولې بدبختۍ له منځه وړي.
فکر وکړئ:
د خدای تر پادشاهۍ لاندې ژوند به څنګه وي؟
د خدای په کلام کې دغې پوښتنې ته ځواب پیدا کولای شئ: زبور ۳۷:۲۹ او یشعیاه ۶۵:۲۱-۲۳