آیا یوه ورځ به رنځونه او کړېدل ختم شي؟
تاسی څه فکر کوئ؟
-
هو
-
نه
-
امکان لري
د خدای کلام څه وایي؟
«[خدای] به د هغوی د سترګو هره یوه اوښکه وچه کړي، نور به نه مرګ، نه ماتم، نه نارې او نه درد وي. پخواني شیان تېر شوي دي» (مُکاشفه ۲۱:۴، د نوې نړۍ ژباړه).
دغه حقیقت ستاسو دپاره څه معنی لري؟
زمونږ ستونزې د خدای له خوا نه دي (یعقوب ۱:۱۳).
خدای د هر چا په درد پوهېږي (زبور ۱۳۹:۱، ۲).
رنځونه او بدبختۍ به له منځه ځي (زبور ۳۷:۹-۱۱).
ولې د خدای په کلام باندې باور شته؟
د لاندې دلایلو له خاطره:
-
خدای د کړېدلو او بې عدالتي نه نفرت لري. توجه وکړئ، کله چې په پخوانیو زمانو کې له با ایمانه خلکو سره ظالمانه چلنده کېده، یَهّوه خدای څه احساس درلود. د خدای کلام وایي، چې خدای د هغوی د رنځونو په لېدلو سره ډېر خوابدی شو او د هغوی نارې یې واورېدو (اعمال د رسولانو ۷:۳۴).
خدای د ظالمانو نه سخت نفرت لري. د خدای کلام وایي، چې خدای د هغه چا نه کرکه لري، چې بدي یې خوښېږي (زبور ۱۱:۵).
-
خدای هر یو انسان ته په ځانګړی ډول پاملرنه کوي. هر څوک پخپل درد او بدبختۍ پوهېږي، اما یَهّوه خدای ته حتی زمونږ د زړه ټکی معلوم دي (دوېم تاریخ ۶:۲۹، ۳۰).
خدای به د خپلې پادشاهۍ له لارې په نژدې وخت کې د هر یو انسان رنځونه او دردونه پای ته ورسوي (متی ۶:۹، ۱۰). تر څو چې هغه وخت راغلی نه دی، یَهّوه خدای په ډېره مهربانۍ سره هغو انسانانو ته، چې په ده باندې ایمان لري، رحمتونه او هوساینه ورکوي (اعمال د رسولانو ۱۷:۲۷؛ دوېم کورنتیان ۱:۳، ۴).
فکر وکړئ:
ولې خدای رنځونه او کړېدل تحمل کوي؟
د خدای په کلام کې دغې پوښتنې ته ځواب پیدا کولای شئ: رومیانو ۵:۱۲ او دوېم پطروس ۳:۹