زمونږ راتلونکی به څرنګه وي؟
ستاسو په فکر د نړۍ شرایط به . . .
-
نه بدلېږي
-
بد کېږي
-
ښه کېږي
د خدای کلام څه وایي؟
«[خدای] به د هغوی د سترګو هره یوه اوښکه وچه کړي، نور به نه مرګ، نه ماتم، نه نارې او نه درد وي. پخواني شیان تېر شوي دي» (مُکاشفه ۲۱:۴، د نوې نړۍ ژباړه).
دغه حقیقت ستاسو دپاره څه معنی لري؟
هغه کار، چې تاسو ته خوښېږي او د رضایت وړ دی، به کوئ (یشعیاه ۶۵:۲۱-۲۳).
ناروغۍ، کړېدل او عذابونه به هېڅکله نور نه وي (یشعیاه ۲۵:۸؛ ۳۳:۲۴).
د خپلو ګرانو عزیزانو سره به په خوشحالۍ د تل دپاره ژوند کوئ (زبور ۳۷:۱۱، ۲۹).
ولې د خدای په کلام باندې باور شته؟
د لاندې دلایلو له خاطره:
-
خدای قدرت لري چې خپله وعده تر سره کړي. د خدای کلام وایي، چې یوازې یَهّوه خدای «قادرمطلق دی» ځکه چې دی بې حده قدرت لري (مُکاشفه ۱۵:۳). یعنی دی به خپله وعده د ښایستې نړۍ د جوړولو په اړه حتماً تر سره کړي. د خدای په کلام کې لیکل شوی دي چې «خدای هر څه کولی شي» (متی ۱۹:۲۶).
-
خدای ډېر غواړي چې خپل نیت تر سره کړي. د مثال په ډول خدای ډېر ارمان لري چې مړي بېرته راژوندي کړي (ایوب ۱۴:۱۴، ۱۵).
د خدای کلام ښیي چې عیسیٰ مسیح د ناروغانو درملنه کوله. ولې دی خلک تداوي کول؟ ځکه چې دغه د ده د زړه له کومي غوښتنه وه (مرقوس ۱:۴۰، ۴۱). عیسیٰ د خوارو خلکو سره مرسته کوله ځکه چې د ده خوښه د خدای د خوښې سره سمه ده (یوحنا ۱۴:۹).
ډاډه اوسئ: مونږ پوره اطمینان لرو، څنګه چې خدای غواړي، همداسې عیسیٰ مسیح غواړي چې مونږ ښایسته راتلونکی ولرو (زبور ۷۲:۱۲-۱۴؛ ۱۴۵:۱۶؛ دوېم پطروس ۳:۹).
فکر وکړئ:
خدای به څنګه زمونږ نړۍ په ښه نړۍ بدله کړي؟
د خدای په کلام کې دغې پوښتنې ته ځواب پیدا کولای شئ: متی ۶:۹، ۱۰ او لوقا ۱:۳۳