Skip to content

د مقدس کتاب په باره کې څه فکر کوئ؟‏

د مقدس کتاب په باره کې څه فکر کوئ؟‏

ستاسو په نظر .‏ .‏ .‏

  • منسوخ شوی دی

  • تحریف شوی دی

  • د خدای له خوا نازل شوی دی

د خدای کلام څه وایي؟‏

‏«ټولې مقدسې لیکنې د خدای له خوا اِلهام شوي دي» (‏دوېم تیموتیوس ۳:‏۱۶‏،‏ د نوې نړۍ ژباړه)‏.‏

دغه حقیقت ستاسو دپاره څه معنی لري؟‏

د خدای کلام د ژوند مهمو پوښتنو ته ځوابونه ورکوي (‏دوېم تیموتیوس ۲:‏۷‏)‏.‏

د ورځني ژوند لپاره د اعتماد وړ لارښوونه ورکوي (‏زبور ۱۱۹:‏۱۰۵‏)‏.‏

د راتلونکي لپاره رښتنې هیله ورکوي (‏رومیانو ۱۵:‏۴‏)‏.‏

ولې د خدای په کلام باندې باور شته؟‏

د لاندې دلایلو له خاطره:‏

  • بې ساري همغږي.‏ دغه کتاب د ۴۰ کسانو له خوا د ۱۶۰۰ کالو په موده کې لیکل شوی دی.‏ ډېر د هغوی څخه یو بل سره نه پیژندل.‏ سره له دې ټول کتاب یوه اصلی موضوع مطرح کوي.‏

  • صادق لیکوالان.‏ د تاریخ لیکوالان اکثراً د خپل ملت ناکامي پټوي او نه لیکي،‏ خو د خدای کلام لیکوالان هم خپلې او هم د خپل ملت کمزوری او غلطۍ په باره کې رښتیا لیکلي دي (‏دوېم تاریخ ۳۶:‏۱۵،‏ ۱۶ او زبور ۵۱:‏۱-‏۴‏)‏.‏

  • دقیق او د باور وړ وړاندوېینه.‏ د خدای په کلام کې د بابل د ورانولو په باره کې وړاندوېینه له ټولو جزئیاتو سره لیکل شوې ده (‏یشعیاه ۱۳:‏۱۷-‏۲۲‏)‏.‏ مثلاً د بابل د وېجاړېدو په باره کې ۲۰۰ کاله مخکې وړاندوېینه شوې ده،‏ چې څنګه به دغه ښار ونیول شي او حتی د فاتح نوم،‏ ستر کوروش،‏ یاد شوی دی (‏یشعیاه ۴۵:‏۱-‏۳‏)‏.‏

    ګڼ شمېر نورې وړاندوېینې له ټولو جزئیاتو سره تر سره شوې دي.‏ دغه حقیقت ثابتوي،‏ چې مقدس کتاب د خدای له خوا نازل شوی دی (‏دوېم پطروس ۱:‏۲۱‏)‏.‏

فکر وکړئ:‏

د خدای کلام تاسو ته څه ګټه رسولی شي؟‏

د خدای په کلام کې دغې پوښتنې ته ځواب پیدا کولای شئ:‏ یشعیاه ۴۸:‏۱۷،‏ ۱۸ او دوېم تیموتیوس ۳:‏۱۶،‏ ۱۷