آیا یوه ورځ به مړي بېرته راژوندي شي؟
تاسی څه فکر کوئ؟
-
هو
-
نه
-
امکان لري
د خدای کلام څه وایي؟
«مړي به راژوندي شي» (یشعیاه ۲۶:۱۹، د نوې نړۍ ژباړه).
دغه حقیقت ستاسو دپاره څه معنی لري؟
کله چې زمونږ د عزیزانو نه څوک مړه شي، تسلي راکوي (دوېم کورنتیان ۱:۳، ۴).
د مرګ د سختې وېرې څخه مو آزادوي (عبرانیان ۲:۱۵).
کولای شئ چې د خپلو راژوندیو شویو عزیزانو سره د تل دپاره ژوند وکړئ (یوحنا ۵:۲۸، ۲۹).
ولې د خدای په کلام باندې باور شته؟
د لاندې دلایلو له خاطره:
-
خدای د ژوند ورکوونکی دی. په زبور کې لیکل شوي دي چې یَهّوه خدای د ژوند سرچینه دی (زبور ۳۶:۹؛ اعمال د رسولانو ۱۷:۲۴، ۲۵). هغه چې ټولو مخلوقاتو ته ژوند ورکړی دی، البته چې مړو ته هم بیا ژوند ورکولی شي.
-
خدای په پخوا زمانو کې مړي بېرته راژوندي کول. د خدای کلام ۸ کسان یادوي، چې بېرته راژوندي شوي وي: ځینې ځوانان، ځینې زاړه، ځینې ښځې او ځینې یې سړي وي. د هغوی د مرګ نه تر هغه وخت پورې، چې خدای یې راژوندي کړل، په ځینو یې لږ وخت تېر شوی وُ، خو یو د هغوی نه ۴ ورځې په قبر کې وُ (یوحنا ۱۱:۳۹-۴۴).
-
خدای د پخوا په شان اوس هم ډېر غواړي، چې مړي راژوندي کړي. یَهّوه خدای د مرګ څخه کرکه لري او د انسانانو مرګ ته د دښمن په شان ګوري (اول کورنتیان ۱۵:۲۶). خدای به خپل نیت، د مړو بېرته راژوندي کول، حتماً تر سره کړي. خدای د زړه له کومي غواړي هغو کسانو ته، چې د ده په یاد کې دي، بیا ژوند ورکړي. دوی به د ځمکې پر مخ باندې د ژوند څخه خوند واخلي (ایوب ۱۴:۱۴، ۱۵).
فکر وکړئ:
ولې مونږ زړېږو او مړه کېږو؟
د خدای په کلام کې دغې پوښتنې ته ځواب پیدا کولای شئ: پېدایښت ۳:۱۷-۱۹ او رومیانو ۵:۱۲