Skip to content

زه اوږدمهاله ناروغي لرم.‏ ایا د خدای کلام زما سره مرسته کولای شي؟‏

زه اوږدمهاله ناروغي لرم.‏ ایا د خدای کلام زما سره مرسته کولای شي؟‏

د خدای د کلام ځواب

 هو،‏ البته چې مرسته کولای شي.‏ خدای پاک خپلو وفادارانو ته د اوږدمهالې ناروغۍ په وخت کې پاملرنه کوي.‏ د خدای په کلام کې راغلی دی:‏ یَهّوه خدای «به یې په بیمارۍ کښې خیال ساتی» (‏زبور ۴۱:‏۳‏)‏.‏ که چېرې د یوې اوږدمهالې ناروغۍ سره مخامخ یئ،‏ تاسې د لاندې لیکل شویو مشورو څخه ډېره ګټه اخیستلای شئ:‏

  1.  ۱.‏ خدای ته دُعا کوئ چې قوت درکړي.‏ کولای شئ چې «د خُدائ پاک سلامتی چې د پوهې نه بېخی بهر ده» تر لاسه کړئ.‏ دا ډول به ستاسو اندیښنې کم شي او تاسې به هغه قوت مومئ،‏ چې خپله هیله د لاسه ورنه کړئ. (‏فیلیپیان ۴:‏۶،‏ ۷‏)‏.‏

  2.  ۲.‏ مثبت فکره اوسئ.‏ د خدای کلام وایي:‏ «خوشحاله زړه شفا ورکوونکې دوا ده خو خفه روح د انسان هډوکي وچوي» (‏متلونه ۱۷:‏۲۲‏،‏ د ختیځ افغانستان ژباړه)‏‏.‏ یو متال وایي:‏ «خندا د ژوند مالګه ده» او په دې خاطر مه هېروئ چې کله کله وخاندئ.‏ خندا تیاره په رڼا بدلولای شي او هم د روغتیا لپاره ډېره ګټوره ده.‏

  3.  ۳.‏ ستاسو هیله په راتلونکي باندې ټینګه کړئ.‏ که چېرې ستاسو هیله ټینګه ده،‏ تاسې به خوشحاله اوسئ،‏ حتی د اوږدمهالې ناروغۍ په وخت کې (‏رومیان ۱۲:‏۱۲‏)‏.‏ د خدای د کلام څخه پوهېږو چې هغه وخت نږدې دی کله چې هېڅوک به ونه وایي:‏ «مونږ بیمار یُو» (‏یشعیاه ۳۳:‏۲۴‏)‏.‏ هغه وخت خدای تعالی به ټولې ناروغۍ له منځه وړي.‏ حتی هغه ناروغۍ چې اوس علاج نه لري.‏ د مثال په توګه،‏ د خدای په کلام کې د زوړوالي په باره کې لیکلي دي:‏ «بدن دې د ځوانۍ په وجه تازه شی،‏ په هغهٔ دې د ځوانۍ ورځې بیا راشی» (‏ایُوب ۳۳:‏۲۵‏)‏.‏

 پام وکړئ:‏ که هم د یَهّوه شاهدان په خدای پاک باندې ایمان لري او د خدای په مرستې شک نه لري،‏ دوی پوهېږي چې اوږدمهالو ناروغیو ته طبي مرسته پکاره ده او یې مني (‏مرقوس ۲:‏۱۷‏)‏.‏ سره له دې،‏ مونږ به هېڅکله یوه یا بله طبي درملنه ستاسو پر ځای باندې نه خوښوو.‏ هر څوک پخپله پرېکړه نیسي چې کوم ډول درملنه وکړي.‏