د یَهّوه د شاهدانو غونډې
زمونږ د غونډو په باره کې معلومات واخلئ. وګورئ چې کومه غونډه ستاسو ځای ته نږدې ده.
زمونږ غونډې څنګه تر سره کېږي؟
دوه ځله په اونۍ کې، د یَهّوه شاهدان راټولېږي چې د نورو سره پاک خدای ته عبادت وکړي (عبرانیان ۱۰:۲۴، ۲۵). دغې غونډې عمومي دي او هلته خلک د خدای د کلام څخه زده کوي چې څنګه د خدای لارښوونه په خپل ژوند کې په کار واچوي.
هر څوک چې غواړي په غونډې کې برخه اخیستلی شي. هره غونډه په دُعا او د ستاینې سندرې پیل کېږي او خلاصېږي.
هر څوک دغو غونډو ته راتلی شي که هم یو د یَهّوه د شاهدانو څخه نه وي. مونږ هر چا ته د زړه له کومې بلنه ورکوو، چې زمونږ غونډې ته راشي. هره غونډه وړیا ده او پیسې نه ټولېږي.