څومره به ښه وي
بارول:
۱. ډېر تکلیف هرې خوا ته شته
او هره ورځ ستونزمنه ده.
زه غواړم چې سترګې پټې کړم
چې ښه راتلونکی ووینم.
(بیا بیا تکرار)
یوازې نېکمرغه او خوشحاله
ټول خلک دي او ارامي هم ده.
څومره به ښه وي چې ښه ژوند ولرو،
پاک خدای ته به مننه هره ورځ کوو.
۲. ژوند مې ډېر غمجن شوُ ځکه چې
زما ځوانې ورځې تېرې شوې.
پوره کېږي دا ژمنه
او ورځ راځي چې ځوان یم بیا.
(بیا بیا تکرار)
یوازې نېکمرغه او خوشحاله
ټول خلک دي او ارامي هم ده.
څومره به ښه وي چې ښه ژوند ولرو
پاک خدای ته به مننه هره ورځ کوو.
(بدلونه)
ښه ورځ راځي، یاقیناً، ډاډ لرم،
د زړه له کومې زه دا منم.
(بیا بیا تکرار)
یوازې نېکمرغه او خوشحاله
ټول خلک دي او ارامي هم ده.
ټول خلک به بیا په رښتیا نېکمرغه وي،
هره ناروغي به ورکه شي.
(بیا بیا تکرار)
یوازې نېکمرغه او خوشحاله
ټول خلک دي او ارامي هم ده.
څومره به ښه وي چې ښه ژوند ولرو
او مننه هره ورځ کوو.