Skip to content

Skip to table of contents

۴ برخه

دوی شیطان ته غوږ ونیول -‏ بیا څه وشول؟‏

دوی شیطان ته غوږ ونیول -‏ بیا څه وشول؟‏

آدم او حوا د خدای خبرې ونه منلې،‏ په دې خاطر مړه شول.‏ پېدایښت ۳:‏۶،‏ ۲۳

حوا مار ته غوږ ونیوُ او د ونې نه مېوه وخوړله.‏ وروسته آدم ته یې ورکړه او ده هم وخوړله.‏

دوی خطا شول او ګناه وکړه،‏ نو خدای دوی د باغ نه وشړل.‏

د آدم او حوا او د هغوی ماشومانو ژوند ستونزمن شوُ.‏ دوی زاړه شول،‏ مړه شول او د مرګ نه وروسته په بل کوم ځای کې بیا ژوندي نه شول.‏

مړي د خاورې سره خاوره کېږي او هیڅ شی نه پوهېږي.‏ پېدایښت ۳:‏۱۹

مونږ د آدم د اولادو اولادونه یو،‏ له دې امله مونږ هم مړه کېږو.‏ مړي هیڅ شی نه توانېږي.‏ دوی نه څه لیدلی شي او نه اورېدلی شي (‏معلِم ۹:‏۵،‏ ۱۰‏)‏.‏

خدای یَهّوه هېڅکله نه غوښتل چې خلک مړه کېږي.‏ هغه وخت نژدې دی،‏ چې خدای به مړي بیا ژوندي کړي.‏ هغه خلک،‏ چې خدای ته غوږ نیسي،‏ به د تل لپاره ژوند کوي.‏