Skip to content

Skip to table of contents

۱۰ برخه

څوک چې خدای ته غوږ نیسي څه راتلونکی لري؟‏

څوک چې خدای ته غوږ نیسي څه راتلونکی لري؟‏

ډېر خلک په ځمکې باندې به بېرته ژوندي شي.‏ اعمال ۲۴:‏۱۵

څوک چې خدای ته غوږ نیسي لوی برکت ګټي.‏ که چېرې د خدای یَهّوه لارښوونې ته غوږ نیسې،‏ ښایسته راتلونکی به ولرې.‏ ته به روغ او جوړ یې،‏ هېڅکله به ناروغ نه شې.‏ هلته به بد خلک نور نه وي.‏ ته به په هر چا باندې باور لرې.‏

هلته به نه درد وي،‏ نه اوښکې او نه وېره،‏ هېڅوک به زوړ نه شي،‏ مرګ به نور نه وي.‏

کولی شې چې ستا د کورنۍ او ستا د ملګرو سره په جنت کې تل ژوند وکړې.‏ دا ژوند به ډېر ښایسته وي.‏

خلک به ډېر خوشحاله وي،‏ وېره به نه وي او د ژوند څخه به خوند اخلي.‏

د خدای تر پادشاهۍ لاندې به هېڅ غمونه نه وي.‏ مُکاشفه ۲۱:‏۳،‏ ۴