۶ برخه
د لوی طوفان څخه څه شی زده کوو؟
خدای ټول بدکاران له منځه یوړل، اما د نوح کورنۍ وساتله. پېدایښت ۷:۱۱، ۱۲، ۲۳
۴۰ ورځې او ۴۰ شپې باران ورېدهُ. اوبه دومره زیاتې شوې، چې ټول جګ غرونه او ټوله ځمکه بېخي پټ شول. ټول بد خلک مړه شول.
بد ملکان خپل انساني وجُود پرېښود او ولاړل.
ټول چې په کشتۍ کې دننه وي، ژوندي پاتې شول. وخت تېر شوُ، نوح او د ده کورنۍ مړه شول. اما خدای به دوی بیا ژوندي کړي چې د تل دپاره ژوند وکړي.
متی ۲۴:۳۷-۳۹
یَهّوه خدای به بد خلک بیا له منځه وړي او ښه خلک به وساتي.شیطان او بدې پرښتې نن هم خلک خطا کوي چې خدای ته غوږ ونه نیسي.
لکه د نوح په وخت کې، اوس هم دغه شان خلک شته، چې خدای ته غوږ نه نیسي. هغه وخت نژدې دی، چې خدای به ټول بد خلک له منځه وړي (دوېم پطروس ۲:۵، ۶).
داسې خلک شته، چې د نوح په شان دي. دوی خدای ته غوږ نیسي او د ده د خوښې سره سم ژوند کوي. دغه خلک د یَهّوه شاهدان دي.