مقدمه
خدای د یو پلار په شان د مینې ډک دی. اول پطروس ۵:۶، ۷
خدای تعالی زمونږ خالق دی او زمونږ پاملرنه کوي. څنګه چې یو هوښیار او ډېر مهربان پلار خپلو ماشومانو ته لارښوونه ورکوي، همداسې خدای ټولو خلکو ته د نېکمرغۍ لاره ورښیي.
خدای مونږ ته خپل نیت او داسې د خزانې غوندې واقعي رښتیا څرګندوي، چې د انسان زړه د ارمان سره ډک کېږي. خدای د ښه راتلونکي وعده ورکړي ده.
که چېرې د خدای لارښوونې ته غوږ نیسې، هغه به ستا څخه دفاع کوي او ستا سره مرسته کوي چې د ستونزو سره مقابله وکړې.
خو تر ټولو ښه دا دی، چې ته تل تر تله ژوند کولی شې.