Skip to content

Skip to table of contents

۱ برخه

څنګه خدای ته غوږ نیولی شو؟‏

څنګه خدای ته غوږ نیولی شو؟‏

خدای د خپل کلام په وسیله زمونږ سره خبرې کوي.‏ دوېم تیموتیوس ۳:‏۱۶

ځینې خلک د خدای له خوا د ده نیت او پاک فکرونه په یو کتاب کې لیکلي دي.‏ دغه کتاب مقدس دی او هلته ډېر مهم معلومات شته.‏ خدای غواړي چې ته د دې په باره کې خبر شې.‏

خدای تعالی ټول حکمت لري او په هر څه پوهېږي.‏ که چېرې خدای ته غوږ نیسې،‏ ته به هوښیارتوب مومې او هغه کارونه به کوې،‏ کوم چې صحیح دي (‏ګردان ۱۲:‏۲۸‏)‏.‏

پاک خدای غواړي چې هر څوک د ده د کتاب په باره کې واوري،‏ په دې خاطر دغه کتاب اوس په ډېرو ژبو کې شته.‏

که چېرې غواړې چې خدای ته غوږ نیسې،‏ پکار دی چې د خدای کلام لولې او پوه شې.‏

په ټوله نړۍ کې خلک د خدای په باره کې اوري.‏ متی ۲۸:‏۱۹

د یَهّوه شاهدان ستا سره مرسته کولای شي،‏ چې د خدای په کلام باندې پوه شې.‏

په ټوله نړۍ کې دوی خلکو ته د خدای په باره کې رښتیا ورزده کوي.‏

دغه زده کړه ستا دپاره وړیا ده او هغه ځای ته،‏ چېرته چې دوی ټولېږي،‏ ته هم راتلی شې‏.‏