Skip to content

Skip to table of contents

۳ برخه

په اول کې ژوند څنګه شروع شوُ؟‏

په اول کې ژوند څنګه شروع شوُ؟‏

خدای یَهّوه آدم او حوا ته هر شی،‏ چې دوی ته پکار وُ،‏ ورکړ.‏ پېدایښت ۱:‏۲۸

یَهّوه خدای د آدم دپاره یوه ښځه جوړه کړه او آدم ته یې راوستله.‏ آدم په خپلې ښځې باندې حوا نوم کېښود (‏پېدایښت ۲:‏۲۱،‏ ۲۲‏)‏.‏

خدای آدم او حوا کامل منځ ته راوستل او په دوی کې نه ګناه او نه نیمګړتیا وي.‏

خدای یو باغ په ځمکې باندې جوړ کړ او لومړي انسان ته،‏ د ده ښځې سره،‏ په باغ کې ځای ورکړ.‏ هلته،‏ دوی په جنت کې ژوند کول.‏ د دغه باغ نوم عدن وُ.‏ جنت یو ځای په ځمکې باندې وُ،‏ چې پکښې ډول ډول ځناور او رنګا رنګ ونې د مېوې سره وي.‏ په دغه باغ کې یو سیند بهېدهُ.‏

یَهّوه خدای د آدم او د حوا سره خبرې کولې او دوی ته تعلیم ورکول.‏ که چېرې دوی د خدای خبرې ته غوږ نیولای وای،‏ نو دوی به تل په جنت کې ژوند کړی وای.‏

خدای وویل،‏ چې دوی صرف د یوې ونې مېوه ونه خوري.‏ پېدایښت ۲:‏۱۶،‏ ۱۷

خدای یَهّوه آدم او حوا ته په باغ کې یوه ونه وښودله او دوی ته وویل:‏ «که چېرې د هغې ونې مېوه وخورئ،‏ خامخا به مړه شئ.‏»‏

یو د ملکانو نه د خدای پر ضد شوُ.‏ په دې خاطر هغه اوس شیطان بلل کېږي.‏

شیطان نه غوښتل چې حوا د خدای خبره ومني،‏ نو د یو مار له لارې دې ته درواغ وویل،‏ چې که د دغې ونې مېوه وخوري،‏ هغه به مړه نه شي،‏ بلکه د خدای په شان به شي (‏پېدایښت ۳:‏۱-‏۵‏)‏.‏