Skip to content

Skip to table of contents

۹ برخه

د خدای پادشاهي کله راځي؟‏

د خدای پادشاهي کله راځي؟‏

اوسني ستونزې ښکاره کوي چې د خدای پادشاهي ژر تر ژره راتلونکې ده.‏ لوقا ۲۱:‏۱۰،‏ ۱۱؛‏ دوېم تیموتیوس ۳:‏۱-‏۵

د خدای په کلام کې دمخه لیکل شوي دي،‏ چې په آخرو ورځو کې بد وختونه راځي.‏ هفه وخت خلک به:‏ د پیسو سره ډېره مینه لري،‏ هم سخت،‏ هم ظالم او هم بداخلاقه وي.‏

په ټوله نړۍ کې هم قوم به د قوم سره او پادشاهي به د پادشاهۍ سره جنګېږي،‏ لوی لوی زلزلې به وشي،‏ په ډېرو ځایونو کې به قحطۍ او سخته ناروغي راځي.‏ دا ټول سختۍ مونږ اوس وینو.‏

عیسیٰ وویل چې په همدغه وخت کې به په ټوله نړۍ کې د پادشاهۍ زېری وعظ کېږي (‏متی ۲۴:‏۱۴‏)‏.‏

د خدای پادشاهي به ټوله بدی لرې کړي.‏ دوېم پطروس ۳:‏۱۳

هغه وخت نژدې دی چې خدای یَهّوه به ټول بد خلک له منځه وړي.‏

شیطان ته،‏ د بدو پرښتو سره،‏ به سزا رسېږي.‏

هغه خلک چې خدای ته غوږ نیسي،‏ به ژوندي پاتې شي.‏ هېڅوک به وېره ونه لري.‏ ټوله ځمکه به جنت وي.‏ ټول خلک به یو د بل سره مینه او باور لري.‏